د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۱۱ قلمه روغتیايي کیټونه مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۰
moph

دغه مرسته، چې ارزښت یې له ۸۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیات دی، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سمنګان ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست سره وشوه؛ چې په کې بېړني کیټونه، ټراما کیټونه او د نومونیا کیټونه شامل دي.

د سمنګان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د روغتیا نړیوال سازمان له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مرستې به د بېړنیو خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د ناروغانو په درملنه کې مهم رول ولري او د دغو مرستو پر شفاف او اغېزمن استعمال یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده شپږمه فقره

که د درملو توریدوونکی شرکت د عامې روغتيا او کرنې په وزارتونو کې د ثبت شوې پروفورمې ۷۰ سلنه د پروفورمې د تعيين شوي عمر په جريان کې وارد نه کړي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندې تأديبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا زده‌کړو ریاست او د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري د استقلال او رواني روغتیا روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د مدیریت او عامې روغتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دامان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په. . .

BACK TO NEWS