د شکر ناروغۍ د مخنيوي لارې چارې:
د شکر ناروغي یوه غیرساري ناروغي ده؛ د سالم ژوند عادتونو ته پاملرنه د دویم ډول شکر (Type 2) د خطر په کمولو کې مهم رول لري.
په شکر ناروغۍ د اخته کېدو څخه مخنيوي لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ:
- متوازن او سالم خواړه غوره کړئ.
- منظم فزیکي فعالیت وکړئ.
- خپل وزن په سالمه کچه کې وساتئ.
- د نشه يي توکو له کارولو څخه ډډه وکړئ.
- د شکر د تشخیص په موخه خپله وینه معاینه کړئ.
- د روغتیايي کارکوونکي سپارښتنې په سمه توګه تعقیب کړئ.
د شکر ناروغۍ مخنیوی؛ له سالم ژوند څخه پیلېږي!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!