د طبي فاضله موادو له مینځه وړلو مدیریت او څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو
د هېواد د عامې روغتیا وزارت نن د طبي کثافت/اشغال دانیو د دتنظیم کمېټې درېیمې ناستې په ترسره کولو سره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د خصوصي روغتونونو اتحادیې استازو په شتون کې د طبي فاضله موادو د له مینځه وړلو څرنګوالي په اړه بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح د انتان/ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د طبي کثافت/اشغال دانیو سم مدیریت یوه مهمه مسله وبلله او له مسؤلو اداراتو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د انتان د درملنې لپاره ډېرې سرچینې کارول کېږي، د طبي کثافت/اشغال دانیو له مینځه وړل چې د انتان د خپرېدو لامل ګرځي پاملرنه وشي، تر څو په چاپېریال کې د انتان د خپرېدو څخه مخنیوئ وشي.
دغه راز ډاکټر مجروح د اړوندو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د کثافت/اشغال دانیو د کړنو او اداره کولو څرنګوالي په اړه د څارنې برنامې لا تقویه کړي او د خصوصي شرکتونو څخه چې کثافت/ اشغال دانۍ له مینځه وړي په منظم ډول راپور وغوستل شي ترڅو معلومه کړي چې څومره کثافات/اشغال دانۍ تصفیه کیږي.
په ورته وخت کې، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ښاغلي عزت الله صديقي د کثافاتو د ضایع کېدو د چارو څارنه مهمه وبلله او د اړوندو ادارو له مسؤلینو یې وغوښتل چې په هره ناسته کې د کثافاتو/اشغال دانیو د تخریب وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي تر څو معلومه کړي چې څومره د کثافاتو/اشغال دانیو له مینځه وړلو مدیریت کې څومره پرمختګ شوئ.
همدارنګه په دغه ناسته کې د اړوندو ادارو مسؤلینو په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د کثافت/اشغال دانیو له مینځه وړلو مدیریت د ښه کولو په پار خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.