د افغانستان څخه عراق ته ۸۰۰ زره بوتله سیروم صادر شول
د (ملي شفا فارماسيټيکل) سیروم جوړولو فابریکې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت يو ميليون ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته ز کړل.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني عربي هېوادونو ته د یادې فابریکي په صادراتو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې موږ به د روغتیا په برخه کې د دې فابریکې د تولیداتو څخه به په کور دننه هم استفاده وکړو.