د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د جمهوریت روغتون د نویو شروع شوو رغنیزو چارو لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل ټیم یې د جمهوریت روغتون د نویو شروع شوو رغنیزو چارو لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ښاغلي، مرستیال د یاد روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پرمهال مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې رغنیزې چارې د ټاکل شویو معیارونو له مخې ترسره او په چټکۍ ترسره کړي، څو خلکو ته په عادي ډول روغتیايي خدمتونو وړاندې شي.