د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د افغانستان لپاره د ايران له سفير، ښاغلي علي رضا بیکدلي سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۴۲
MOPH

په دې لیدنه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ګډو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همداراز، د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت او ارزونې، د کیفیت تضمین، ظرفیت لوړونې، د مسلکي تجربو شریکولو او د روغتیايي سکتور اړوند نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.

دواړو لورو د متقابلو همکاریو پر پراختیا، روغتيا برخه کې د ګډو پروګرامونو پر پلي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS