د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په آريانا خصوصي روغتون کې د زړه ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۵۹
moph

په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د زړه ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډې جوړولو له امله د آريانا روغتون هڅې وستايلې او ورته غونډې يې د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو، د ناروغیو د پېښو کمښت او مخنیوي برخه کې مهمې وبللې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د زړه ناروغیو د مخنیوي برخه کې د سالم ژوندانه د تګلارې غوره کول، مناسب خوراک، منظم فزیکي فعالیت او پر وخت روغتیايي معاینات مهم رول لري او خلک باید د دغو ناروغیو د نښو په اړه لازم معلومات ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي، ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د خوست ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې. د خوست والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست،. . .

BACK TO NEWS