د عامې روغتیا نوماند وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره خبرې وکړې

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۹:۱۴
د عامې روغتیا نوماند وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره خبرې وکړې

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له استازي سره د یوې ناستې په ترڅ کې بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا نوماند وزیر خپل کاري پلانونه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له استازي سره شریک کړل، او د هېواد روغتیا برخه کې د دې ادارې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ډاکټر عثماني همدارنګه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) څخه وغوښتل چې د افغانستان روغتیا سکتور سره د کورونا ویروس تشخیص ظرفیت لوړولو، اړمنو ولایتونو کې لابراتوارونه جوړول، په روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ نصب، په کورونو کې د کوویډ -١٩ ناروغانو درملنې په پار له روغتونونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، (UNDP) ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت نوماند له کاري برنامو څخه هرکلی وکړ او په ذکر شویو برخو کې یې د مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۳۲
Background image

فاریاب کې د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه د یو شمېر خصوصي روغتونونو له رييسانو سره ناسته ترسره شوه

 یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رييس، ډاکټر کریم الله حلیمي له لوري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د SAF تطبیق کوونکې مؤسسې، حنظله غورځنګ، امان د سترګو درملنې او راضیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنک اونال سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۱
Background image

د ا.ا ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپلې کاري دفتر کې د سمنګان له والي، ملا شعیب رسالت سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د یاد ولایت روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د ولسوالیو پر کچه روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور. . .

BACK TO NEWS