د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي خدمتونو تطبیق کونکو مؤسسو تخنیکي کارکوونکو لپاره د څارنې د ملي چک لیست د اصلاح او نوي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي خدمتونو تطبیق کونکو مؤسسو تخنیکي کارکوونکو لپاره د څارنې د ملي چک لیست د اصلاح او نوي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي او ګڼ شمېر روغتیا پالانو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د داسې ورکشاپونو جوړول اړین وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې ورکشاپ څخه بشپړه ګټه پورته کړي.
د دې تر څنګ د مالي او اداري چارو مرستیال د پالیسیو جوړول، د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو، د کره ارقامو راټولولو، د سر شمېرنو د ترسره کولو، د روغتیايي کارکوونکو د حقوقو او غوره څارنې په موخه د څارنیز ملي چک لیست نوي کول اړین یاد کړل او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې په وروستي کېدو او عملي کولو کې یې لا زیاتې هڅې وکړي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتي سیستم عمومي رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او یو شمېر نورو استازو د څارنیز ملي چک لیست د نوي کېدو او عملي کولو په برخه کې له ګډونوالو سره معلومات شریک او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.