د عامې روغتیا وزارت اړوند دغیر مطبوع قرطاسیه باب اماده کولو  د تړون ورکړی خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند دغیر مطبوع قرطاسیه باب اماده کولو  تړون چی د پیژندني شمیره یی(MOPH/NCB/1402/G-17) ده. د (صفت الله رحمتی لوژستیکی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-07-206) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ننگرهار جاده، مرکز هلمند، لشکرگاه –هلمند) کې دی. چې د تړون بیه (3,719,066) دری ملیون اووه سوه نولس زره او شپږ شپیته افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان د خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1 ریفرنس ګڼې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي اداري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د رابعه بلخي ریاست ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 48 قلمه طبي ملزمې پروژه چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G010) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون . . .

Back to tenders