د عامې روغتیا وزارت اړوند د وینې ملي بانک د خدمتونو او څانګو په اړه معلومات!
د عامې روغتیا وزارت اړوند وینې ملي بانک چې د مرکز کابل ولایت په سینما پامیر سیمه کې موقیعت لري د مرکز په ګډون د کابل په ۸ دولتي روغتونونو او ۳۴ ولایتونو د ولسوالیو کچې، ولایتي او سیمه ییزو روغتونونو کې فعالې څانګې لري، چې د نږدې ۳۰۰ روغتیايي کارکوونکو په درلودلو سره هېوادوالو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
سربېره پر دې د وینې ملي بانک له لوري د مرکز کابل په ګډون د هېواد په ۷ حوزو کې د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې مرکزونه پرانیستل شوي، چې په وړیا توګه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.