د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست له لوري د مرکز کابل په تخصصي روغتونونو کې د تخصصي برنامې د پیل په اړه!

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۲۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست په پام کې لري، چې د افغانستان د خلکو روغتیايي اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه په تخصصي روغتونونو کې هغه تخصصي څانګې چې تر اوسه شتون نه لري رامنځته کړي.

 په همدې موخه د پلمونولوژي، انکالوژي، کارډیولوژي، ګستروانټرولوژي، زړه جراحي، نفرولوژي، همیټولوژي او جدي پاملرنې څانګو له لوري د اکمال تخصص برنامې د استادانو، معالجوي طب عمومي ریاست او د بشري سرچینو عمومي ریاست د استازو په شتون کې یوه ناسته ترسره او پرېکړه وشوه، چې په روغتونونو کې د ټولو نویو تخصصي څانګو د جوړېدو په موخه دې تشکیل، ځانګړی نصاب، تجهیزات او مناسب ځای په اړه طرحې چمتو او د اکمال تخصص ریاست سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي برنامو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د کابل ښار په یو شمیر سیمو کې د حفظ الصحی د مراعت کولو په موخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسئولینو د کابل ښار شپږمه او اوومه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو،قصابیانو، ډوډۍ پخونکو او د لبنیاتو له پلورنځیو څخه د حفظ الصحې مراعت په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسئولینو ددغه ولایت په ارګون، سروبي او برمل ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی، چې په پایله کې یې د ۵ روغتیايي مرکزونو په شمول ۴۶ با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار ولایت  شیرزادو ولسوالۍ وربشګره سیمه کې، د ۵۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز پرانیستل شو

دغه روغتیایي مرکز چې د ماشوم ساتنې (SCI) نړیوالې مؤسسې په مالي همکارۍ د ټولو اړینو برخو په لرلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په کې به د مور او ماشوم روغتیايي پاملرنې سربېره ګڼ نور. . .

BACK TO NEWS