د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!
د اسنادو، قوانیونو او سیستم جوړولو برخه:
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د روغتیا ملي ستراتیژۍ، پنځه کلن ستراتيژیک پلان او د روغتیايي خدمتونو نوې ټولګه جوړه شوې.
همدارنګه، د بېلابېلو روغتیايي برخو لپاره ۳۳۲ لارښودونه، کلینیکي پروټوکولونه، تقنیني او تنظیماتي اسناد او معیاري عملیاتي کړنلارې جوړې شوې دي.