د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي مسکو کې د افغانستان ا.ا له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۲۰
MOPH

په دې لیدنه کې روسیې هېواد ته د سفر پر اساسي موخو، د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د رسمي لیدنو پر پلان او همدارنګه، د خوړو او درملو له تولیدي شرکتونو څخه د لیدنو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو په سکتور کې د ستراتېژیکو همکاریو پراختیا او افغان سوداګرو ته درملو برخه کې د معیاري، خوندي او مناسب قیمت وارداتو د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

دغه راز، د خوړو او درملو معینیت یاد پلاوي د افغانستان ا.ا له سفیر سره تر لېدنې وروسته روسیه کې (Pharmasyntez) د درمل جوړونې شرکت مسؤلینو سره هم ولیدل، چې د یاد شرکت رئیس افغان پلاوي ته د درملو د تولیدي ظرفیت، د کیفیت کنټرول  میکانیزم او صادراتي پروسو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او دواړو لورو د باکیفیته، خوندي او مناسب قیمت درملو د صادراتو اسانتیا او د درمل جوړونې په سکتور کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۵
Background image

په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS