د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د فراه عامې روغتیا رئیس سره د خوړو او درملو خوندیتوب په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۵
moph

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال فراه ولایت ته د خپل سفر موخې د عامې روغتیا له رئیس مولوي شیخ میر صدام سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې فراه ته د دوی د راتګ هدف د خوړو او درملو د خوندیتوب ارزونه ده.

دغه راز، ښاغلي مرستیال زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به فراه ولایت کې یو معیاري لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ترڅو واردېدونکي خواړه او درمل په علمي او معیاري ډول وڅېړل شي.

همدارنګه، د فراه د عامې روغتیا رئیس د ښاغلي مرستیال په ورتګ خوښي وښوده او ویې ویل: د مرکزي مسؤلینو راتګ زموږ کاري روحیه پیاوړې کوي، څو خلکو ته لا غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS