د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال په خپل کاري دفتر کې د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتي اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، چې د دغه معینیت د بېلابېلو څانګو رئیسانو هم شتون درلود، د هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتي اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ پلاوي د اتحادیې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزرا له لوري منظور شوې مصوبې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هغه اسانتیاوې، چې د پخوانیو (ګراندفادر) او نویو شرکتونو د وارداتي توکو د پروفورم ثبت برخه کې رامنځته شوې دي، له ګډونوالو سره شریکې شوې.

همدارنګه، د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتي اتحادیې مسؤلینو او غړو په رامنځته شویو اسانتیاوو خوښي وښوده او د هېواد د خلکو او اتحادیې د ستونزو حل برخه کې یې د خوړو او درملو معینیت د ملاتړ ستاینه وکړه. دغه راز، هغوی د درملو د وارداتو، د نویو شرکتونو د ثبت او په پاکستان هېواد کې د پاتې شویو اموالو د وضعیت اړوند ستونزې د خوړو او درملو مرستیال سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ډاډ ورکړ، چې یادې ستونزې به د نافذه قوانینو او اصولو په چوکاټ کې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او ورته به رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو معینیت له پاکستان هېواد څخه د درملو د وارداتو منع کولو پرېکړې د تطبیق په موخه یوه کمېټه ټاکلې ده؛ ترڅو یو تطبیقي پلان چمتو او وړاندې کړي. دا پلان د دې لپاره ترتیب شوی، چې د پاکستاني درملو د تدریجي حذف بهیر په داسې ډول مدیریت شي، چې د درملو په بازار کې جدي تشه رامنځته نه شي او د هېواد د روغتیايي سیستمونو اړتیاوې تأمین شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا زده‌کړو ریاست او د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري د استقلال او رواني روغتیا روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د مدیریت او عامې روغتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دامان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS