د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لخواه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۳:۴۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند د خوړو او درملو معینیت د څارنې ټیمونو په مرکز کابل، هرات او پکتیا ولایتونو کې د (۳۵) خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځیو او درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره کړې، چې پرمهال یې (۵۲) قلمه بېلابېل ډول، له وخت تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې ټاکلو ځایونو ته انتقال کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS