د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري ۳۵ تنو کوچنیو متشبثینو ته د "خوړو ککړتیا او مخنیوي" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۳۴
moph

یاد روزنیز سیمنار چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، موخه یې ذهنیت جوړونه، د خوړو ککړتیا او مخنیوي برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول، د روغتیايي او تولیدي مهارتونو ښه والی او د هغو خطرونو را سپړنه ده، چې کوچنیو متشبثینو ته متوجه دي.

په یاد روزنیز سیمنار کې ګډونوالو ته د خوړو ککړتیا د ډولونو، د خوړو خوندیتوب، فردي او چاپېریالي حفظ الصحې، د خوړو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو او د خوراکي توکو د سمې کارونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

په پای کې ګډونوالو ته په دغه سیمنار کې د فعال ګډون او تشویق په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS