د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري (۶۵) ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر غیر الکولي مشروبات له منځه یوړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۴۷
MOPH

دغه غیر الکلولي مشروبات چې د یو خصوصي شرکت اړوند وو، د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو او محصولاتو څخه د څارنې ټیمونو له لوري د مرکز کابل په بېلا بېلو سیمو کې د خوراکي توکو پلورنځیو او د یاد شرکت له مرکزي ګُدام څخه د نظارت پایله کې راټول او قرنطین شوي وو، چې ټول وزن یې ۶۵ ټنه او شمېر یې (۱۱۰۰۰) کارټنه کېده، د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.

د یادونې وړ ده، د خوړو او درملو معینیت له لوري د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴۰ ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر خوراکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS