د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو روزنیز پروګرام پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام د ۴۵ تنو کارکوونکو او مسؤلینو لپاره پیل شو، چې په کې د یاد معینیت د بېلابېلو څانګو رئیسانو، مشاورينو، متخصصینو او د درملتونونو، عمده پلورنځيو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردوونکو شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو ګډون کړی.
په دې پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د قرآن کریم هغو لارښوونو ته په اشارې سره چې امانتونه باید اهل کسانو ته وسپارل شي، ټینګار وکړ چې د سیستم جوړونې او پروسو ډیجیټل کولو اساسي موخه د شفافيت تأمین، د چارو چټکتیا، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د نیمګړتیاوو مخنیوی او د مراجعینو د حقونو رعایت دی.
همدارنګه، د خوړو او درملو مرستیال د دې معینیت د جواز ورکولو سیستم د ډیجیټل کولو بهیر د بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل: له دې وروسته به د درملو اړوندو تأسیساتو ټول جوازونه په ډیجیټل بڼه صادرېږي. نوموړي د اړوندو اتحادیو له استازو وغوښتل، چې موجود تأسیسات دې خپل جوازونه د نوي سیستم له مخې په ډیجیټلي ډول نوي کړي.
دا روزنیز پروګرام به درې ورځې دوام وکړي او په کې به د ډیجیټل بدلون پروژې پېژندنه، د جواز مدیریت سیستم معرفي، د کاري پروسو او پړاوونو تشریح، د غوښتنلیکونو د ثبت او تعقیب عملي روزنه، د سیستم له تخصصي برخو سره بلدتیا، د جواز ورکولو اړوندو قوانینو او مقرراتو ارزونه او د وارداتو او صادراتو د معلوماتي سیستم معرفي کېدل شامل وي.
