د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څوارلسمه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۴
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو، مقام د دفتر لوی رئیس، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي، نوۍ ودانۍ ته د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د انتقال، د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې، د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، ستونزو ته د رسېدنې، په اغېزمنه توګه د بودجې د مصرف او د منابعو غوره مدیریت اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

سربېره پر دې د طبي تجهیزاتو پېرلو او روغتونونو ته د هغې انتقال، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د مشهورو تولیدي او واردونکو شرکتونو له لارې د درملو پېرودلو پرېکړه او د بامیان ولایتي روغتون کې د فیسونو اخیستل د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو، چې په اړه یې بحث ترسره او نظرونه شریک شول.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS