د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۹ مه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۳۳
MOPH

 یاده غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې تر سره شوه، په دې غونډه کې اړوندو اداري مسؤلیتونو ته د لا ښې پاملرنې، په چارو کې د ښه والي او چټکتیا، په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درملو او تجهیزاتو د شتون او پېرېدلو، د روغتیایي خدماتو کیفیت ښه والي، له ملي معیارونو سره سم په روغتونونو کې د ټرینرانو، متخصصینو او ټریني ډاکټرانو د تشکیلاتو منطقي کېدو، د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو او مؤسسو فعالیت تنظیم، په هېواد کې د شري واکسیناسیون کمپاینونو کیفیت ښه والي او پوښښ پراختیا، په روغتونونو کې د شته ستونزو اغېزمن حل، د روغتونونو مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو لپاره د طبي اخلاقو اړوند سمینارونو برابرولو او د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په پورته ذکر شویو موضوعاتو ټینګار وکړ او په دې اړه یې د عملي اقداماتو تر سره کولو سپارښتنې وکړې؛ ترڅو چارې په بشپړ شفافیت، چټکتیا او اغېزمن ډول ترسره شي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د چارو ښه ترسراوي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ذکر شویو موضوعاتو په اړه به لازم اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۲
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د فراه والي د عامې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS