د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې وزارت د جدې پاملرنو آمریت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۴۹
moph

په همدې موخه جوړې شوې ناستې کې د عامې روغتیا وزارت د جدي پاملرنو (ICU) برخې آمر، ډاکټر جواد جهید او ورسره مل پلاوي د یو پرِزینټېشن په ترڅ کې د دغه ادارې دندې، فعالیتونه، موخې، راتلونکي پلانونه، وړاندیزونه، ستونزې او د حل لارې چارې بیان کړې او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ یې وغوښتل، چې د دې آمریت ستونزو او ننګونو ته رسېدنه ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د جدي پاملرنو آمریت فعالیتونه او وړاندیزونه واورېدل او  د ستونزو د حل په موخه یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې جدي پاملرنو آمریت د کابل، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا ولایتونو په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره فعالیت کوي او پام کې ده، چې د روان کال په ترڅ کې دغه فعالیتونه د کندهار، بلخ، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو  روغتونونو ته هم انتقال  او د جدي پاملرنو څانګې (ICU)  په کې پرانیستل شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS