د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د روغتیايي نوښتونو بورډ دوهمه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو ګډون کړی و، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د نوښتونو په برخه کې داسې طرحو ته اړتیا ده، چې پر بنسټ یې واقعي ستونزې په سمه توګه وپېژندل شي او د هغو لپاره عملي، کم لګښته او دوامدارې حل لارې وړاندې شي.
هغه د نوښتګرو طرحو د پلي کولو لپاره د ستونزو پېژندنه، د حل لارې او نظریې وړاندې کول، تخصصي ارزونه او څېړنه، د لومړیتوبونو ټاکل، د طرحې نهایي کول، د تطبیقي طرحې چمتو کول، د اړینو سرچینو برابرول او د مسؤلیتونو ټاکل، تطبیق او څارنه او د بریالیو طرحو ارزونه او پراختیا د دې بهیر اساسي پړاوونه وبلل او د یادو پړاوونو پر دقیق او منظم تنظیم یې ټینګار وکړ.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل وویل: هغه طرحې چې د نوښتونو په موخه پلې کېږي، باید په دوامداره توګه تر څارنې او ارزونې لاندې وي؛ څو څرګنده شي چې ټاکل شوو اهدافو تر کومه بریده تحقق موندلی او تمه شوې پایلې تر کومه حده ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د تېرې غونډې د راپور او ټاکل شويو موخو په اړه معلومات وړاندې او د معیاري کړنلارې (SOP)، نوښتي فعالیتونو او د هغو د تطبیق ساحې په اړه پریزنټېشن وړاندې او ګډونوالو خپل نظرونه شريک کړل.
