د عامې روغتیا وزارت د روږدو  د درملنې ملي برنامې د ستراتیژیک پلان، معیاري کړنلارو (SOPs) او اړوند لارښودونو د بیاکتنې لومړۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۴۰
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او امرینو، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او همکارو ادارو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي وویل: (اعتیاد یو ناورین دی او د روږدو کسانو د درملنې لپاره باید یو منظم او هر اړخیز پلان جوړ او بیا کتنه یې وشي).

 نوموړي زیاته کړه، چې نوی ستراتیژیک پلان باید د هېواد د اوسنیو شرایطو سره سم اصلاح او بیاکتنه یې وشي، هغه همداراز ټینګار وکړ، چې دا برنامه یوازې د عامې روغتیا وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د ټولو اړوندو دولتي او نړیوالو ادارو همکارۍ ته هم اړتیا لري.

په دې غونډه کې همداراز، د روږدو د درملنې ملي برنامې رئیس، مولوي انعام الله عمار وویل: (د دې پروګرام د بیاکتنې موخه د ستراتیژیک پلان، لارښودونو او کړنلارو ښه کول دي؛ تر څو د روږدو ناروغانو د درملنې خدمات د هېواد د اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو سره سم تر سره شي).

 هغه د نړیوالو ادارو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له همکارۍ څخه مننه وکړه، او له نړیوالو ادارو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیایي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث او د روغتیا نړیوال سازمان استازي علي رضا نوروزي د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې په اړه هر اړخیزې ویناوې ترسره او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه، چې دوی به د عامې روغتیا وزارت سره د ګډې همکارۍ له مخې د روږدو د درملنې ملي برنامې د بیاکتنې په پروسه کې په فعاله توګه کار کوي؛ ترڅو  د خدماتو کیفیت لوړ او د برنامې موخې په ښه توګه تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

سرپل ولایت کې یو ټن له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له‌ لوري راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

BACK TO NEWS