د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو معلوماتي غرفه او د نشراتي ادرسونو اړوند لینکونو ته لاسرسی

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۳
MOPH

د روغتیا افغانستان نندارتون په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند د ویاندویۍ اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست جوړې شوې غرفې ګڼ شمېر هیوادوالو او مسؤولینو لیدنه تر سره کړه ، په دغه غرفه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند رسنیزو ادرسونو ته د چټک لاسرسي لینکونو بینرونه، د روغتیا چاپ شوي اثار، مجلې، لارښودونه، روغتیایي پیغامونه، ستراتیژۍ او پالیسانې شتون لري چې د لیدونکو پام یې ځان ته را اړولی او لسګونه هیوادوالو ورڅخه لیدنه وکړه.

د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون لا هم جریان لري کولای شئ تاسې هم ورڅخه لیدنه تر سره کړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د افغانستان د روغتيا دويم داخلي او نړيوال پای غونډه

د عامې روغتيا وزير، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتيا دويم داخلي او نړيوال پای غونډه کې د وينا پر مهال:

 له ټولو داخلي او بهرني همکارانو څخه چې د دې نندارتون په جوړېدو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د افغانستان ا.ا. مرستیال وياند، مولوي حمدالله فطرت د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

نوموړي د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پر مهال د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د تولیداتو، درملو او طبي وسایلو او د روغتیايي سکتور د تولیدي وړتیاوو او فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بلخ امبولانس ټیمونو ۲۷۱۰ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي

یاد ناروغان د ارتوپیدي، عمومي جراحي، نسايي ولادي، داخله، سرطان، رواني ناروغیو، ترافیکي پېښو، د حاجیانو کمپ او نورو بېلابېلو برخو څخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د بلخ امبولانس. . .

BACK TO NEWS