د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ملي ستراتېژۍ د بیا کتنې ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۴
MOPH

یاد ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوې و، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ادارو مسؤلینو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقانې ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: "که څه هم د په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو راپدېخوا په خوارځواکې د اخته کسانو کره شمېر نه دی روښانه خو بېلا بېل لاملونه دي چې هېواد د ځوارځواکۍ له ستر ګواښ سره مخ شوی دی، چې د مخنیوي او ناروغانو درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ ترڅو په هېواد کې د یادې ناروغۍ کچه راټیټه کړي".

د روغتیايي خدمتونو مرستیال دغه راز زیاته کړه، د عامه تغذیې تګلاره چې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې رامنځته کېږي ټول هغه معیارونه او لارښوونې به په کې په پام کې نیول کېږي، چې له مخې به یې روغتیا وزارت د خپلو کاري شریکانو او تمویل کوونکو ادارو سره د بېلا بېلو برخو کړنې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو او بشپړې پاملرنې سره همغږي کوي.

نوموړي همداراز له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې د عامه تغذیې هر اړخیزې او بشپړې تګلارې په جوړولو کې د اړوند ریاست سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۲۱
Background image

فراه ولایت کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د مسلکي زده کړو یو روزنیز مرکز پرانیستل شو

دغه مسلکي روزنیز مرکز د فراه ولایت په ۸۰ بستریز روغتون کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د یو لړ  مراسمو  پرمهال پرانیستل شو.

د فراه عامې روغتیا رئیس مولوي میرصدام د دې پروژې پلي کول. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۱۹
Background image

د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان عامې روغتیا ریاست د واکسین آمریت او تحویل‌خونې د ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړ شويو  مراسمو کې د جوزجان والي، قاري ګل حیدر شفق، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي کمېټې غړي زلمي جمیل او یو شمېر سیمه. . .

BACK TO NEWS