د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او مل تخنیکي ټیم هلمند ته د سفر پر مهال د خوار ځواکو ماشومانو درملنې مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، چې د هلمند د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله یې هم ملتیا کوله د لوږې پر وړاندې د مبارزې مؤسسې د خوار ځواکو ماشومانو درملنې مرکز د بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې په نښه او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد مرکز فعالیتونه او روغتیایي خدمات و ارزول او له روغتیا پالانو یې د لا ښه خدمت غوښتنه وکړه.

همدا راز، ښاغلي مرستیال د عامې روغتیا ریاست د درملو او طبي سامان آلاتو ګدام څخه هم لیدنه تر سره او د دغه ګدام پر منظم او معیاري ساتلو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS