د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت بلخ ولایت کې له یو شمېر روغتونونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۴۴
moph

دا لیدنه د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت‌ الله منصور او یو شمېر نورو روغتیایي مسوولینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د یاد ولایت حوزوي روغتون له بېلابېلو څانګو، د سوزېدلو جراحۍ څانګې او د سرطان ناروغانو د درملنې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مرستیال، د ناروغانو له روغتیایي وضعیت څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یي وکړه، چې د ناروغانو د درملو او اړینو وسایلو د تأمین لپاره به لازم اقدامات  ترسره کړي.

همداراز، ښاغلي مرستیال زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت موخه د خلکو روغتیا ته جدي پاملرنه او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۷
Background image

د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې موقعیت لري او عامو خلکو ته بېلا بېلو برخو کې تخصصي روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

دغه روغتون د داخل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۱
Background image

د زابل ولایت د شملزایي ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې د مسؤلینو او ۱۰ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۵۶
Background image

هلمند ولایت کې ۱۲۵ ټنه له نېټې تېر شوي درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

یاد توکي چې د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست، د ولایت مقام، د چاپېریال. . .

BACK TO NEWS