د عامې روغتیا وزارت د مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۱۰
exam

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي، د بشري سرچینو عمومي ریاست استازو، د ازموینو ملي ادارې استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې له ۵۵۵۵ تنو ګډونوالو څخه چې ۲۷۹۴ تنه یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه وې، د غاښونو پروتیز، نرسنګ، قابلګۍ، انستیزي او د لابراتوار په څانګو کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې ازموینې ګډونوالو ته د شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړ او ټولو ګدونوالو ته یې د بریالیتوب او په یادو روغتیايي څانګو هېواد ته د خدمت کولو هیله څرګنده کړه.
د عامې روغتيا وزارت ژمنتيا لري چې د هيواد په ټولو روغتيايي مراکزو کې مسلکي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان او د ازموينې په نتيجه کې مسلکي او وړ اشخاص استخدام کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۷
Background image

په بلخ ولایت کې ۱۴۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه کړې، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۰
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما د بشري حقونو اړوند پلاوي سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د بشري حقونو د خدمتونو له مشرې، اغلې فیونا فریزر او مل پلاوي سره د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د روغتیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۴۹
Background image

دایکندي ولایت کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت درمل ووېشل شول

د دايکندي ولایت د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او د آغاخان بنسټ (AKF) په مالي ملاتړ، ياد ولایت کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۶ زره او ۵۰۶ امریکايي ډالرو په ارزښت درمل ووېشل شول.

د یادو. . .

BACK TO NEWS