د عامې روغتیا وزارت د مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۱۰
exam

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي، د بشري سرچینو عمومي ریاست استازو، د ازموینو ملي ادارې استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې له ۵۵۵۵ تنو ګډونوالو څخه چې ۲۷۹۴ تنه یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه وې، د غاښونو پروتیز، نرسنګ، قابلګۍ، انستیزي او د لابراتوار په څانګو کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې ازموینې ګډونوالو ته د شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړ او ټولو ګدونوالو ته یې د بریالیتوب او په یادو روغتیايي څانګو هېواد ته د خدمت کولو هیله څرګنده کړه.
د عامې روغتيا وزارت ژمنتيا لري چې د هيواد په ټولو روغتيايي مراکزو کې مسلکي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان او د ازموينې په نتيجه کې مسلکي او وړ اشخاص استخدام کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

نشستى به هدف بازبینى بسته‌های صحی EPHS و BPHS در چوکات معینیت پالیسی‌ و انکشاف صحت وزارت صحت‌عامه برگزار گردید

در این نشست، محترم داکتر محمد حسن غیاثی معین پالیسی‌ و انکشاف صحت وزارت صحت عامه، مشاوران این معینیت، شماری از رئیسان مرکزی، نماینده‌گان سازمان صحی جهان (WHO)، یونیسف و مؤسسات تطبیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۲
Background image

از یک تعداد دواخانه ها و فروشگاه های مواد خوراکی در ولایت های ننگرهار و بلخ نظارت صورت گرفت

این نظارت که از طرف تیم های نظارت و بررسی ریاست های صحت عامه این ولایت صورت گرفت، در نتیجه آن ۹۰ کیلو گرام ادویه تاریخ گذشته و بی کیفیت در ناحیه های اول و دوم شهر جلال آباد ولایت. . .

BACK TO NEWS