د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست تر چتر لاندې، د روغتونونو بنسټیزو خدماتو آمریت د یو ناستې په ترڅ کې په رسمي توګه خپل فعالیت پيل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۵۵
moph

یاد آمریت د ډاکټر عبدالله اسلامپال په مشرۍ ۷ تنه کارکوونکي لري، چې د ولایتي، حوزوي او ولسوالیو په کچه روغتونونو د تخنیکي ملاتړ په برخه کې به خپلې اړوندې چارې ترسره کوي.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون، مرکزي رئیسانو او د بېلا بېلو ادارو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي  په موخه د یاد آمریت ایجادول اړین وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا برخه کې نورې ښې لاسته راوړنې ولرو؛ ترڅو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وشي.

سربېره پر دې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ یوسې او د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړې.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس ډاکټر احمد سیر پاڅون، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت ارشد مشاور ډاکټر ذاهدالله رسولي او د روغتونونو بنسټیزو خدماتو مسؤل، ډاکټر عبدالله اسلامپال د یاد آمریت د ایجاد موخو او فعالیتونو اړوند د غونډې کډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۵۱
Background image

هلمند ولایت کې ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د هلمند عامې روغتیا ریاست له لوري د شپږ میاشتو موده کې راټول شوي ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.

د هلمند عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمر سردارمحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر د ایران هیواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۷:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په جورډان هیواد کې په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي جورډان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د شرقي مديترانې حوزې. . .

BACK TO NEWS