د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د کونړ زلزله‌ځپلو ټپیانو د درملنې وضعیت وڅېړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۱۱
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، ښاغلي الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي د کونړ ولایت د تېرې ورځې زلزلې قربانیانو د درملنې او وضعیت ارزونې په موخه اسعدآباد ولایتي روغتون کې د داخل بستر ټپیانو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې موخه د زلزلې قربانیانو ته په معیاري او سمه توګه رسېدنه او هغوی ته د مناسبو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وو، چې ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د روغتون مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو ته د ښو او پر وخت خدمتونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

 سربېره پر دې، د دغه لیدنې پر مهال د یاد روغتون له مسئولینو سره د شته روغتیایي امکاناتو په اړه بحث او خبرې وشوې؛ تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې ناروغانو ته ټول روغتیايي خدمتونه په ښه توګه او ټاکلي وخت تر سره کېږي.

د مقام د دفتر لوی رئیس د روغتیایي کارکوونکو د هڅو او ستړیاوو قدرداني وکړه او ورڅخه یې وغوښتل، چې خدمات باید لا معیاري او ټولو ته په منظم ډول وړاندې شي.

د یادولو وړ ده، چې ښاغلي حلیم د دې روغتون ادارې سره ژمنه وکړه، چې د یاد روغتون هر ډول اړتیاوو ته به د عامې روغتیا وزارت په وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS