د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د دې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۵۸
MOPH

یاد ورکشاپ چې د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل له لوري تر سره شو، په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اداري چارو د ښه ترسراوي، د برنامو غوره مدیریت، راپور لیکنې ، د نشراتي چارو ښه والي ، ښې همغږۍ او د غوره وینا والۍ مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په اړوندو کاري ساحو کې پلي کړي؛ تر څو د فعالیتونو کیفیت او مؤثریت نور هم لوړ شي.

ګډونوالو د یاد ورکشاپ له ترسره کېدو خوښي وښوده او دا یې د مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره یو اغېزمن او مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د آزاد خان عالي لېسې څه باندې ۱۲۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۷
Background image

د خوړو او درملو مرستیال هند هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ګجرات کې د طبي او خوراکي توکو له تولیدي کارخانو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ګجرات ایالت د طبي تجهیزاتو د تولید، خوراکي توکو د تولید. . .

BACK TO NEWS