د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!
بهرني سفرونه او د اړیکو پراختیا:
د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د روغتیايي خدمتونو پراختیا، نړیوالو اړیکو پیاوړتیا او په روغتیايي برخه کې د تجربو د تبادلې په موخه بېلاروس، روسیې او ټایلنډ هېوادونو ته رسمي سفرونه ترسره کړي دي.
