د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي په مرکز کابل کې د AADA مؤسسې له مسؤلینو سره د شته ستونزو حل په موخه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۷
MOPH

 په دې ناسته کې د نظارتي ټیم له لوري د موندل شویو ستونزو په حل لارو  بحث تر سره او د نظارت رئیس، د یادې مؤسسې مسؤلینو ته د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې له عامې روغتیا وزارت سره د شوې هوکړې پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې  ADDA مؤسسه د کابل په محرومو سیمو کې د امیندوارو میرمنو او له  ۶ تر ۵۹ میاشتني عمر لرونکو ماشومانو لپاره د منځنې کچې حاد خوارځواکۍ درملنې SAM او MAM خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS