د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیایي مسؤلینو ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه
![د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیایي مسؤلینو ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه](/sites/default/files/2020-12/133691364_1267941053575071_5587567894235341201_o.jpg)
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن لیرې لارې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د مرکزي روغتونونو استازو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو، روغتیایي شریکانو او د خصوصي سکتور استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د روغتونونو د کاري ستونزو د حل او روغتیایي خدمتونو د ښه کولو په اړه خبرې کړې.
په دې ناسته کې لومړی، په مرکز کې د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې لپاره د تخنیکي کمېټو مسؤلینو خپل کاري راپورونه د عامې روغتیا وزیر ته وړاندې کړل او هغه ستونزې چې په دې برخه کې موجودې وې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره یې شریکې کړې تر څو د حل لپاره یې اړین ګامونه واخیستل شي.
سربېره پردې، د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئیس د خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو په استازیتوب د روغتیا وزیر سره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه کاري راپورونه او ستونزې شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو د حل غوښتونکي شو.
له بلې خوا، د ډاکټر عثماني د مرکز او ولایتونو د روغتیایي مسؤلینو د کاري راپورونو اورېدو پرمهال، لارښوونه وکړه چې د دوی ستونزو د حل لپاره دې جدي اوعملي اقدمات وکړي.
د غونډې په لړکې، د روغتیا وزیر په مرکز او ولایتونو کې د ماسکونو کارولو لپاره د کمپاین په پلي کولو ، روغتیایي کار کونکو لپاره د آنلاین روزنې برنامو په پلي کولو چې اړتیا ورته لري او همدارنګه کار کونکو ته د دې برنامو ویډیو چمتو کولو او لاسرسي باندې ټنیګار وکړ او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز ډاکټر عثماني، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد په هوایي ډګر کې د هېواد والو ستونزو د حل لپاره دې یو ټیم وګماري ترڅو د هغو مسافرینو چې له هېواد نه بهر او له بهر دننه هېواد ته راځي وارزوي ترڅو له یوې خوا د دو سیتونزو ته لاسرسی او له بلې خوا د کورونا ویروس نوې بڼې له خپرېدو څخه په هېواد کې مخنیوئ وشي.