د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي په هرات کې د انتاني ناروغیو روغتون او اړوندو څانګو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې دغه ولايت کې د انتاني ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون، د توبرکلوز او لابراتوار څانګو او د درملو زیرمتون څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، حفظ‌الصحه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونه، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS