د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د ننګرهار ولایت د ځینو خصوصي روغتونونو څخه لیدنه تر سره شوه
د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د ختیځ زون ننګرهار ولایت کې له ۱۱ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.