د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د ځینو خصوصي روغتونونو څخه لیدنه تر سره شوه
![moph](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-10_at_5.00.08_pm.jpeg)
د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د سویل ختیځ زون اړوند، پکتیا او خوست ولایتونو کې له ۹ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.