د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د امریکايي پوهنتون له رییس سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د امریکايي پوهنتون له رییس سره وکتل](/sites/default/files/2021-05/sdfsdfdfn.jpg)
پنجشنبه، غویی ٩/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د افغانستان د امریکایي پوهنتون له رییس ښاغلي ایان بیکفور سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون او د عامې روغتیا وزارت سره د روزنې او د دې پوهنتون زده کوونکو ته د کورونا واکسین د چمتوکولو برخه کې په ګډو همکاریو باندې بحث وشو.
ښاغلي بیکفور د عامې روغتیا وزارت سره د دې تعلیمي ادارې په هر اړخیزې همکارۍ باندې ټینګار وکړ او په روغتیایي څانګو د روزنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
هغه همدارنګه د خصوصي سکتور سره د عامې روغتیا وزارت د همکاریو قدرداني وکړه او د دغه پوهنتون محصلینو لپاره یې د کورونا واکسین د برابرولو وغوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په سکتور کې د روغتونونو مدیریت مهم وباله او له ښاغلي بیفکور یې وغوښتل چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د یادې څانګې د زده کړو زمینه برابره کړي تر څو په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت اړتیا پوره شي.
ډاکتر مجروح د کورونا ویروس واکسینو ارزښت ته په اشارې سره د دې ویروس د کنټرول په اړه وویل: د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د افغانستان امریکایي پوهنتون زده کونکو ته د اړتیا وړ د کورونا واکسین وړیا ډول چمتو کړي.