د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اقتصاد له وزیرې سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۸:۴۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اقتصاد له وزیرې سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د خپل کار په دفتر کې د اقتصاد له وزیرې ډاکټر کریمه حامد فارابي سره وکتل.

په دې ناسته کې، دواړو لورو د غیر انتفاعي مؤسسو د فعالیت د ارزونې څرنګوالي او ګډې همکارۍ په اړه چې د روغتیا سکتور سره کار کوي خبرې وکړې.

دواړو لوریو د دواړو وزارتونو ترمینځ د روغتیایي مؤسساتو د ارزونې په برخه کې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه وغوښتل چې د دې وزارت استازی په هغه کمېټه کې ټاکل شوې چې جوړه شي معرفي کړي.

په ورته وخت کې، د دغه وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د اقتصاد وزارت سره د هر اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل: چې د روغتیا همکاران او غیر دولتي سازمانونه چې خدمتونه یې غوره دي تل زموږ لخوا ملاتړ کېږي، او د دې مؤسساتو د کاري سرغړونو او غفلت په صورت کې له دوی سره قانوني چلند کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS