د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان د اجراییو بورډ په غونډه کې ګډون وکړ

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۷:۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان د اجراییو بورډ په غونډه کې ګډون وکړ

چهارشنبه، غبرګولی ١٢/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د روغتیا نړیوال سازمان د اجراییوي بورډ مرستیال ډاکتر وحید مجروح، نن د دې سازمان د اجراییوي بورډ په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې، د روغتیا نړیوال سازمان د ٧٤ کلنۍ ناستې د پایلو، مدیریت، د مالي چارو حکومتدارۍ، بودیجه او نورو مهمو مواردو په اړه بحث د نظرونو تبادله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د کادرونو په ګمارلو کې د مساواتو په نظر کې نیولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ هیله من یو چې په راتلونکي ځینې افغان کادرونه هم په دې سازمان کې وګمارل شي.

ډاکترمجروح، همدارنګه زیاته کړه هغه هېوادونه چې په عملأ په جګړه کې ښکېل دي د روغتیا نړیوال سازمان باید زیاته پاملرنه ورته وکړي ترڅو د اسانتیاوؤ په برابرلو کې یې تخنیکي ملاتړ وشي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست یادونه وکړه چې هغه به په دې سازمان کې د افغانستان او جنګ ځپلو هېوادونو فعاله استازی وي او په دې هېوادونو کې به د روغتیایي وضعیت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS