د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرپل ولایت له والي سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرپل ولایت له والي سره وکتل](/sites/default/files/2021-05/187540547_1357933157909193_2688019561043726752_n.jpg)
سه شنبه، غویی ٢٨/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د سرپل ولایت له والي ښاغلي قربان مراد مراد او په پارلمان کې د دغه ولایت له یو شمېر استازو سره په خپل دفتر کې وکتل.
د سرپل والي د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره د دغه ولایت روغتیایي ننګونې شریکې کړې او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په رسولو، د روغتیایي کار کوونکو استخدام، د څو امبولانسونو لېږلو، د دغه ولایت په ولسوالیو کې یوشمېر روغتیایي مرکزونو ته د ودانیو جوړولو، د روغتیایي مرکزونو ارتقأ، د اکسیجن او پي سي آر دستګاه وؤ د برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د سرپل ولایت د روغتیایي ننګونو د اورېدو سربېره، په دې ولایت کې د شته ننګونو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز ډاکتر مجروح، د دغه ولایت د عامې روغتیا له رییس څخه وغوښتل چې د دغه ولایت یو شمېر روغتیایي کار کوونکي دې په اړینو برخو کې د روزنې لپاره کابل ته واستوي.