د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل](/sites/default/files/2021-05/188562923_1360632404305935_3860128286976638082_n.jpg)
شنبه، غبرګولی ١/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د سرې میاشت له عمومي رییس داکتر نیلاب مبارز سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، دوی د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت سره د سرې میاشت همکاري مهمه وبلله او په نا امنه سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د کورونا او ګوزڼ واکسینو د پلي کولو په برخه کې د دې سازمان د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
همدرانګه داکتر نیلاب مبارز د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.