د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس سره وکتل
دوشنبه، غبرګولی ١٠/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د ملي پراختیا شرکت له رییس ښاغلي عبدالرحمن عطاش او د هغه له مل ټیم سره په خپل دفتر کې وکتل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغان - جاپان او شیخ زاید روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصبولو، د اکسیجن ریزرفي بالونونو برابرولو او نورو اړوندو برخو کې د ملي پراختیا شرکت د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطاش د عامې روغتیا وزارت سره د ملي پراختیا شرکت په بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او د اړوندو څانګو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصب، فعالولو او نورو اړوندو څانګو کې جدي اقدامات وکړي.