د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازي سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازي سره وکتل](/sites/default/files/2021-05/184738758_1352711965097979_6543412086151998821_n.jpg)
دوشنبه، غویی ۲۰/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په افغانستان کې د یونیسف ادارې د استازي له مرستیالې مېرمن الیس اکونګا سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له مېرمن اکونګا سره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د پېرودلو د ځنډني کېدو په اړه خبرې وکړې او له هغې یې وغوښتل په اوسني حالت کې د اکسیجن دستګاه وؤ د برابرولو پروسه چې د روغتیا سکتور یوه مهمه اړتیا ده ګړندۍ کړي.
ډاکتر مجروح، د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت پر اړینو اقداماتو باندې ټینګار وکړ او د یونیسف ادارې څخه یې د غیر کورونایي روغتیایي مرکزونو د تجهیز برخه کې د دونرانو د ملاتړ ترلاسه کولو، د ځوانانو لپاره د کورونا واکسین برابرول او د کورونا برخه کې په هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرام د پیاوړي کولو برخه کې د مرستې غوښتونکی شو.
هغه همدارنګه وویل: چې د روغتیایي موضوعاتو په اړه د رسنیو لخوا د عامه پوهاوي تولید شوي ویډیو کلپونه خورا ګران تمامېږي او موږ پلان لرو چې په وزارت کې دننه یوه سټډیو جوړه کړو ترڅو د ویډیو کلپونو د چمتو کولو برخه کې لګښت راکم کړو، چې په دې برخه کې موږ د یونیسف ادارې مالي ملاتړ ته اړتیا لرو.
له بلې خوا، میرمن الیس اکونګا د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ تدارکاتي ننګونې شریکې کړې او وویل: موږ هڅه کوؤ چې په افغانستان کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د برابرولو پروسه ګړندۍ کړو.
اغلې اکونګا د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولوته وده ورکولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د هڅو ستاینه وکړه او د روغتیا سکتور سره یې د یونیسف ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ.