د عامې روغتیا وزارت له لوري  د ټولنې پر کچه د روغتیایي کارکوونکو د کړنو ارزونې او هڅونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۲
MOPH

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیایي شریکانو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت یاد پروګرام کې د وینا پرمهال د ټولنې پر کچه د روغتیایي کارکوونکو فعالیتونه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، وقایې، روغتیایي لګښتونو راکمولو، عامه پوهاوي او د ټولنې عمومي هوساینې لپاره اړین وبلل او د هغوۍ له هڅو یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه.

 په دغه ورکشاپ کې چې د کابل ولایت د ټولنې پر کچه ۸۰ تنو روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و، خپل فعالیتونه شریک او د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ یې ولسونو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې بشپړ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS