د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ عامې روغتیا ریاست ته ۱۲ قلمه د هیموډیالیز برخې درمل او اړین روغتیايي توکي وسپارل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۲:۳۳
MOPH

یاد درمل او توکي چې مجموعي قیمت یې څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانۍ کېږې، د بلخ ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون هیموډیالیز څانګې ناروغانو د درملنې برخه کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرو کلونو په پرتله د بلخ سیمه ییز روغتون د هیمودیالیز څانګې خدماتو کې د پام وړ ښه والی راغلی او د یاد روغتون مسؤلین هڅه کوي، چې د نورو برخو تر څنګ د هیموډیالیز برخې ناروغانو ته هم غوره او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS