د عامې روغتیا وزارت له لوري د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د شري واکسین ملي کمپاین پیل شو!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۴
MOPH

هغه ماشومان چې د شري ناروغۍ پر وړاندې نه وي واکسین شوي، زیات احتمال شته چې په دې ناروغۍ اخته شي د ماشومانو له والدینو هیله کیږي چې خپل ماشومان په یاد کمپاین کې واکسین کړي؛ ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

دا چې دا کمپاین به په ټول هېواد کې په دوو پړاوونو کې تطبیق شي، په لومړي پړاو کې یې ۱۷ ولایتونه (کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان، سرپل) او دوهم پړاو کې یې پاتې ۱۷ ولایتونه شامل دي، چې له شپږو میاشتو څخه تر لس کلونو عمر لرونکي ماشومان به ورکې واکسین شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS